لغمان ولایت کې د یوه استنادي دېوال لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

د لغمان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د لغمان ولایت په معروف خېلو بېلې کلي کې د عزیز خان کڅ استنادي دېوال لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړه.
نوموړی استنادي دېوال ۷۰۰ متره اوږدوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې سلګونه جریبه ځمکه او سلګونه کورونه د سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.