لغمان ولایت کې د دوو چکډمونو چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۶:۳
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالي کې د تره‌کي او بچه ترانق چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره کیفیت او پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغو چکډمونو د چارو په بشپړېدو سره به زیاته اندازه باراني او سیلابي اوبه کنټرول او د اړوندو سیمو د خلکو کورونه د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

د نوموړو چکډمونو چارې چې د اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د ۲۰۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۹۵ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu