لغمان ولایت کې د توپاک کانال د سربند د بیارغونې پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۹:۵۸
1

د لغمان ولایت په علینګار ولسوالي کې د توپاک کانال د سربند د بیارغونې پروژه د ۵ میلیونه، ۳۶۰ زره او ۵۵۷ افغانیو په لګښت  د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوه.

ښاغلي راشدي د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د نوموړې پروژې د تخنیکي مشخصاتو، ټولنیز او اقتصادي ارزښت په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د نوموړي کانال سربند 12.8 متره اوږدوالی او 10 متر سور لري، چې د چارو په بشپړیدو سره به یې ۸۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

په دغه پروژه کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړې پروژې چارې  د ډبلیو. اف. پي سازمان په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې په لغمان ولایت کې د اوبو زېرمو او پایپ سکیم ۱۹ پروژو او د لټر آباد کانال د سربند د بیارغونې پروژې چارې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu