فراه ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د نږدې ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۴
1

د فراه ولایت په بکواه ولسوالي کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د ۷ میلیونه، ۴۵۱ زره او ۹۱۰ افغانیو په لګښت د فراه د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا برهان الدین مینوال او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

نوموړی استنادي دېوال د ۳۳۴ متره په اوږدوالي او ۲.۵ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۸۰ کورونه او کابو ۱۲۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د فراه د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu