فاریاب ولایت کې د څلورو پلګوټو جوړونې او کانال پاکاري چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۲:۹
1

د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالي په بېلابېلو کلیو کې د څلورو پلګوټو جوړونې او ۳۸ کیلو متره کانال پاکاري چارې چې د ۲۱ زره او ۳۱۸ آمریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د نوموړې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu