فاریاب ولایت کې د دوو کانالونو د جوړولو او پاکاري چارې ۵۵ او ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۱۱
1

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالي کې د قریش او قوزي بای قلعې کانالونو د جوړولو او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو کانالونو چارې د اېف، اې، او مؤسسې په مالي مرستې د ۱۱ زرو او ۵۵۰ آمریکايي ډالرو په ټولیز لګښت د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې تر اوسه د قوزی بای قلعې کانال چارې ۵۵ سلنه او د قریش کانال ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادولو وړ ده چې د دغو کانالونو د چارو په بشپړېدو سره به په زیاته اندازه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu