غور ولایت کې د یوه چکډم پروژه د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۴
۱

د غور ولایت په دولینه ولسوالي کې د تربولاق زیرتنګی چکډم پروژه د ۹ میلیونه، ۱۰۵ زره او ۴۷۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د غور د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاست د سلاکار محترم انجنیر سید حسن فضلي، د غور ولایت مقام د استازي او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ښاغلي اماني د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې د اوبو د ارزښت او سپما په هکله خبرې وکړې او د دغې پروژې له ګټې اخیستونکو څخه غوښتنه وکړه، چې ورڅخه په سمه توګه ګټه پورته او بنسټیز مراقبت یې وکړي.

د نوموړي چکډم زیرمه ایزه وړتیا ۶۵۰۰ متره مکعب ده،چې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د موسمي او دایمي اوبو د راټولولو په موخه جوړ شوی دی.

دغه چکډم د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د غور د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې جوړی شوی، چې په نوموړې ولسوالي کې به د اوبو د کموالي ستونزې د هواریدو لامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu