غزني ولایت کې د ۳۵۰۰۰ آمریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۴:۹
1

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي په دېګانانو کلي کې د اوبو رسولو یوه پروژه د غزني ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي محمد شفیق منصور عمر، د قره باغ ولسوال الحاج رازمحمد عبدالقهار، د غزني ولایت د ډي، آر، سي موسسې د ولایتي دفتر مسؤول انجنیر هاشمي او د قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه د  ۳ کېلو متره اوږدوالي او د ۳۶ متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا په درلودلو سره د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د ډي، آر، سي مؤسسې لخوا د ۳۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوه.

د یادولو وړ ده چې نوموړې پروژه ۲۱۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابروي چې په هغې کې ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu