غزني ولایت کې د ګرګ کشتي چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۳:۴
1

د غزني ولایت په ناهور ولسوالي کې د ګرګ کشتي ذخیروي بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړی بند د 44.71  متره په اوږدوالي او د7 متره په لوړوالي سره جوړ شوی، چې 5800 متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

د دغه چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت مالي لګښت د غزني د ولاړو اوبو د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي، چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

همدغه راز، د دغه چکډم ګټې ته په سپارلو سره به د چاپيریال په ښکلا کې مثبته اغېزه ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu