غزني ولایت کې د سلطان ذخیروي بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۰:۲۱
1

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د اتو ورځو لپاره  د دغه ولایت په مرکز کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې کړې.

همدارنګه، یو څلور کسیز پلاوی د اوبو د عادلانه وېش په موخه  ټاکل شوی، ترڅو د اوبو له بهیر څخه څارنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه بند د اوبو تر خوشې کېدو مخکې ټول کانالونه پاک‌کاري شوي، تر څو د نوموړي بند له اوبو څخه اعظمي ګټه پورته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو او انرژي سکتورونو پر لا پياوړتیا او اغېزمن مدیریت باندې ټینګار وکړ

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې او د آمو سیند څنډو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر بلخ ولایت کې د آمو سیند له زیانمنو شوو سیمو څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د بلخ مرستیال والي محترم ملا. . .

بیرته تګ

User account menu