غزني ولایت کې د سردې بند اوبه د ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۹
1

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست د مسؤلینو له لوري د اندړو او ګیرو ولسوالیو د امنیه قومندانانو او ټولو کانالونو د استازو په شتون کې د سردې بند اوبه د نوموړو ولسوالیو د ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې کړې.

د نوموړي بند اوبه د اندړو او ګیرو ولسوالیو د ۳۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو په موخه د ۹ ورځو لپاره خوشې شوې دي.

همدغه راز، د نوموړې حوزې مسؤلینو د غزني ولایت اندړو ولسوالي کې د سردې بند په سواحلو کې د نیالګیو قورې او نمونوي بڼ د جوړېدو د چارو له بهیر څخه چې چارې یې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دې، څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu