غزني ولایت کې د دوو چکډمونو د جوړولو چارې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې
د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د دوو چکډمونو د جوړولو چارې د ۱۸ میلیونه، ۹۵۰ زره او ۳۴۵ افغانیو په لګښت پیل شوې.
نوموړي چکډمونه د ۵ متره په لوړوالي د شاوخوا ۸۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمې په وړتیا جوړیږي، چې د ورځې ۸۰ تنه پکې کار کوي، او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د شینکي ۹ کاریز چکډمونه به د ۹ کاریزونو په تغذیه، د چاپېریال په ښکلا، د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو او د سېلابونو د کنټرول په وړاندې اړین رول ولوبوي.
د دغې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
