سمنګان ولایت کې د کارېز اوبولګولو سربند پروژې د پاتې چارو د بشپړولو په موخه هڅې روانې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۵۲
1

د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محب الله عادل او ورسره مل تخنیکي ټیم په سمنګان ولایت کې د کارېز اوبولګولو سربند له پروژې څخه لیدنه وکړه.

د نوموړې پروژې چارې چې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، په ۱۳۹۶ کال کې پیل شوې او ټاکل شوې وه چې په دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ خو د ځینو ستونزو له کبله ۱۰ سلنه چارې یې پاتې دي. اوسمهال د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست هڅه کوي، چې پاتې چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

د دغه سربند د چارو په بشپړېدو سره به ۲زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu