سروی تخنیکی یک پروژه در ولایت غزنی که در آن چکدم‌ها، سربند، کانال و ترناب شامل است، انجام شد

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۸:۵۴
1

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو او ورسره مل د یو. این. ایف. اې. او موسسې مسؤلینو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کې  د یوې پروژې تخنیکي سروې چې پکې چکډمونه، سربند، د شپږ کیلو متره په اوږدوالي سره کانال، ترناب او ټولنیزې ودانۍ شاملې دي، ترسره کړه.

د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه، کرنیزې ځمکې خړوبه او ځایي خلکو ته د کار زمینه هم چمتو شي.

د یادونې وړ ده، چې غزني ولایت کې د کامل کانال چارې چې د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د نوموړې موسسې په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي، ۸۰ سلنه پرمخ تللې او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu