زابل ولایت کې د اوبو په برخه کې د پنځو پرمختیایي پروژو چارې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۱۸
۱

د زابل ولایت په شینکۍ، ارغنداب او شهر صفا ولسوالیو کې د درېیو چکډمونو او دوو تحکیماتي پروژو د رغونې چارې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د زابل د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار، د شینکۍ ولسوال محترم زبیر آغا او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

د زابل د اوبو او انرژي رئيس د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د نوموړو پروژو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د سیمې له اوسېدونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د پروژو په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.

د نوموړو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي ترڅنګ، کرنیزې ځمکې خړوبې او د سیلابونو د ګواښ کچه هم ټېټه شي.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu