د ۷۷ او زولرستان شرکتونو استازو ژمنه وکړه، چې د سروبي سیمې د ۲۲ مېګاواټه لمریزې برېښنا نوي پروژې په تړاو به د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم فعالیت جواز ترلاسه کړي

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له استازو سره ژمنلیک لاسلیک کړ.
له دغه ژمنلیک سره سم، د نوموړو شرکتونو استازو ډاډ ورکړ، چې د سروبي سیمې د ۲۲ مېګاواټه لمریزې برېښنا نوي پروژې په تړاو به د انرژي خدمتونو د تنظیم د فعالیت جواز د اوبو او انرژي وزارت څخه تر لاسه کړي او د دغه وزارت د کړنلارو په رڼا کې به د چارو پرمخ وړلو ته دوام ورکړي.