د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې لپاره د ګډې همکاري هوکړه لیک د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت سره لاسلیک شو

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۵:۳۹
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټو په وړتیا د بادي سرچینو څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په موخه د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له رئيس محترم سلیمان جیلیو سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو په مراسمو  کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت مرستیال محترم بوراک اونسال، د ترکیې سفارت مرستیال محترم امره مناو، د ترکیې د سفارت د سوداګرۍ  آتشه محترم امره اونال او د اوبو او انرژي وزارت سلاکارانو او رئيسانو هم ګډون درلود.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال له دغه وزارت سره  د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مخکنیو همکاریو په ځانګړې توګه د کندهار ولایت د لمریزې برېښنا پروژې او د نوموړي شرکت له لوري د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د پلې کېدو ستاینه وکړه او همدارنګه یې یاد هوکړه لیک په هېواد کې د انرژي  د تولید د پراختیا په برخه کې د افغانستان د خلکو لپاره ارزښتناک وباله.

په ورته مهال، د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت رئيس د اوبو او انرژي وزارت د رهبري څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د اوبو او انرژي په پروژو کې خپلې پانګونې پراخې کړي.

همداراز هغه د ترکیې هېواد د سوداګرۍ ټولنې د رئيس په توګه د رسنیو له لوري د خپل هېواد پانګوالو ته د بلنې ترڅنګ ډاډ  ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې تر ټولو ښه کاري فرصت د امن او خلوص په چاپيریال کې چمتو شوی او د افغانستان اسلامي امارت د خپلو ژمنو سره سم، د پانګه اچوونکو مالي حقوق په خپل وخت او ښه طریقه ادا کوي.

د یادونې وړه ده چې د یاد هوکړه لیک له مخې د اوبو او انرژي وزارت او ۷۷ ترکي ودانیز شرکت تخنیکي مسؤلین په هرات ولایت کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید د پروژې د پلې کولو لپاره د اړینو مطالعاتو او څېړنو د ترسره کولو په موخه خپلې ګډې همکاري پیلوي.

د برنامې په پای کې د انرژي د برنامو رئيس محترم انجنیر فرهاد محمودي د خبریالانو پوښتنو ته اړین ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu