د ۱۴۰۰ مالي کال د پروژو څرنګوالي په موخه د رهبرۍ ناسته تر سره شوه.
د ۱۴۰۰ مالي کال د پروژو څرنګوالي په موخه د رهبرۍ ناسته تر سره شوه.
دا ناسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ چې د دې ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري او د رهبرۍ کمېټې غړو ګډون درلود د ۱۴۰۰ مالي کال د پروژو څرنګوالي په موخه تر سره شوه.
په ناسته کې د روانو، تر کار لاندې او په راتلوونکي پلاني پروژو په اړه هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې یو لړ تصامیم ونیول شول.
د ګډ بحث او رهبرۍ کمېټې د غړو نظریاتو اورېدو وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي تکل له ټولو ریاستونو وغوښتل چې د اونۍ تر پایه دې خپل کاري پلانونه د ادارې مقام سره شریک کړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
