د یوې مؤسسې مسؤل د پروژو د لا غوره پلي کولو په برخه کې د بامیان د اوبو او انرژي له ریاست څخه د همکاري غوښتنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۳:۴۱

د بامیان د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد داود علي په بامیان کې مېشت د یو، این، دي، پي مؤسسې له مسؤل محترم الفت الله ملنګیار سره وکتل او په یاد ولایت کې د پروژو د لا غوره پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې مؤسسې مسؤل د څنډو د ټینګښت، کرنیزو کانالونو او چکډمونو په هکله د خپلو چمتو شوو پلانونو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او د دغو پروژو د لا غوره پلي کولو په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، ښاغلي داود علي د نوموړو پروژو پلي کول د بامیان ولایت د خلکو لپاره د ستونزو او ننګونو د هوارولو په برخه کې اړینه اړتیا وبلله او په دې برخه کې یې د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu