د یوه عراقي شرکتونو ګروپ مسؤلینو د پایدارې انرژي له عمومي رئیس سره په لیدنه کې د انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۳
1

 

د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئیس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني د الراجي شرکتونو ګروپ له مسؤلینو سره وکتل او له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د پایدارې انرژي عمومي رییس د انرژي په پروژو کې د هغوی د پانګونې د لېوالتیا هر کلی وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د وزارت له تخنیکي مسؤلینو سره د پروژو د ټاکلو په هکله همغږي وکړي.

د الراجي شرکتونو ګروپ مسؤلینو افغانستان ته په راتګ خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې ژر تر ژره به خپل مالي او تخنیکي پروپوزلونه د وزارت اړوند مسؤلینو ته وسپاري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu