د یوه روسي او افغان شرکتونو مسؤلینو د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۵۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د میتاخیم روسي شرکت له رئيس ښاغلي پیوتر الکساندرویچ او د سولې شرکت له رئيس محترم انجنیر نجیب الله صادق سره وکتل او په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او  د اندونو تبادله وکړه.

د نوموړو شرکتونو رئيسانو په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د نوموړو شرکتونو له رئيسانو سره د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او هغوی ته یې وړاندیز وکړ، چې د شاه توت للندر بند او له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژو کې پانګونې وکړي او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې ده.

همدارنګه، د دغې ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې د نوموړو شرکتونو تخنیکي ټیمونه دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د تخنیکي مسائلو په هکله خبرې وکړې، تر څو د عملي چارو د پیل لپاره زمینه چمتو شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu