د یوه ایراني شرکت مسؤلینو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۶:۰
۱

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د نیروی برق دیبا شرکت له مسؤلینو سره وکتل او له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو وویل، لېواله دي چې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د انرژي د تولید پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه وزارت له لوري د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ ، او له هغوی څخه یې و غوښتل چې د وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د ټاکلو او د پانګونې د څرنګوالي په هکله همغږي وکړي.

ښاغلي منصور زیاته کړه، چې د دواړو لورو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ تر همغږیو وروسته، د هوکړه لیک د لاسلیکولو او د عملي ګامونو د پلي کولو په برخه کې به وروستي اړین اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu