د یوه ایراني او افغان شرکت مسؤلینو له غزني څخه تر کندهاره پورې د پنځو سب سټیشنونو په جوړلو باندې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۲۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د وزارت د یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې د اطلس مهدي یار آسمان هشتم ایراني شرکت له رئيس محترم محمد خوازي او د نذیراحمد لوژستیکي او تدارکاتي شرکت له رئیس محترم حاجي نذیر احمد او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو رئيسانو له غزني څخه تر کندهاره پورې د پنځو سب سټیشنونو په جوړولو باندې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ.

په ورته مهال، په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په نوموړې پروژه کې د نوموړو شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ زیاته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې او مونږ په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو یو. هغه د دغې پروژې د چارو د پيل په موخه د پروپوزلونو او قرار داد پر لاسلیک کېدو باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، د دغې ناستې په پای کې د وزارت او د نوموړو شرکتونو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ د  عملي چارو د پيل لپاره دګډو ناستو په ترسره کېدو باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu