د یتیمانو پر شونډو د موسکا خورولو د شيبې په لټه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۵:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور څو شیبې د خاتم  الانبیا دارالایتام له ۴۵ تنو زده کوونکو سره د قرغې بند په تفریح ځای کې تېرې کړې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل تفریحي ځایونو ته د نوموړو یتیمانو  لپاره د سفر زمینه، هغوی ته د خوښۍ د زمینې چمتو کول وبلل.

ښاغلي منصور د یتیمانو لاس نیوی یو له دیني او انساني مسؤلیتونو څخه وګاڼه او ټینګار یې وکړ چې هر څوک باید د خپل توان له مخې له یتیمانو او بېوزلو سره مرسته وکړي.

په ورته مهال، د خاتم الانبیا دارالایتام مسؤل مولوي عبدالباري احمد د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست د همکاري او شفقت ستاینه وکړه او دغه سفر يې د نوموړي دارالایتام د زده کوونکو لپاره د علمي او تفریحي سیر په برخه کې ارزښتناک و باله.

د یادونې وړ ده، چې د خاتم الانبیا دارالایتام په ۱۴۴۱ ه ق کال کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور له لوري د ښوونې او علمي ودې په موخه د هغو کسانو د زامنو لپاره چې د دین او هېواد په لاره کې په شهادت رسېدلي دي، جوړ شوی چې اوسمهال هلته څه باندې ۱۲۰ تنه په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu