د کونړ ولایت د خلکو استازي سره لیدنه
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل، په خپل کاري دفتر کې په ولسي جرګه کی د کونړ ولایت د خلکو استازي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د ساګي د بند د پروژی او د کونړ د سیند د غاړو د تحکیماتو د پروژو په اړه خبرې وشوې.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د اوبو د غوره مدیريت په موخه د دغه ادارې د پراختیايی پروژو د پلي کولو په برخه کې د کونړ ولایت استازي ته ډاډ ورکړ.
