د کندهار ولایت په ۹ ولسوالیو کې د څارنیزو څاګانو د کېندلو چارې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
د کندهار ولایت په ژړي، میوند، ډنډ، دامان، ارغنداب، تخته پل، سپین بولدک، پنجوایي او ارغستان ولسوالیو کې د څارنیزو څاګانو د کېندلو چارې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا سید محمد شرافت په شتون کې پیل شوې.
نوموړې څارنیزې څاګانې د اوبو د سطحې او کیفیت د معلومولو په موخه د یونیسیف په مالي لګښت د کندهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې کېندل کېږي.
