د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالي کې د یوه کانال د سربند د جوړولو چارې د څه پاسه 2 میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۰:۴
1

د نوموړي کانال د سربند د جوړولو چارې د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر لخوا د 2 میلیونه 150 زرو 797 اعشاریه 18 افغانیو په مالي لګښت ترسره کېږي. دغه سربند د 150 متره اوږدوالي او 1.9 متره لوړوالي په درلودلو سره د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالي د مرد قلعې په کلې کې جوړېږي.

د یادولو وړ ده چې، نوموړې پروژه به د 2 میاشتو په موده کې بشپړه شي او په رغولو سره به یې د ځایي اوسېدونکو زراعتي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۱۲هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۷ هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu