د کندهار ولایت په اوو ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو د سطحي د څارنې په موخه څېړنېزې څاګانې کېندل کېږي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۸:۵۵
1

د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او د دغه ریاست تخنیکي ټیم د یونسیف موسسې له استازي سره وکتل او په کندهار ولایت کې یې د څېړنیزو څاګانو د کېندلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ټاکل شوې ده، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک، ارغستان، دامان، پنجوایي، ارغنداب، میوند او ډنډ ولسوالیو کې د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ځمکې لاندې اوبو د سطحي د څارنې په موخه څېړنېزې څاګانې وکېندل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu