د کندهار ولایت د دهلې بند د پارک په ساحه کې د نیالګۍ ایښودنې، ښاخه برۍ او پاک کارۍ پروژه پرانیستل شوه
د کندهار ولایت د دهلې بند کې د پاک کارۍ او ښاخه برۍ پروژه نن رسما د کندهار ولایت ارغنداب رود فرعي حوزې رئیس ښاغلي ملا سید محمد شرافت له لوري پرانیستل شوه.
په دغه پروژه کې تر ۶۰۵ تنو کلیوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
دا پروژه د (WFP) موسسې په مالي ملاتړ د کندهار ولایت د مهاجرینو موسسې (KOR) لخوا د ارغنداب رود فرعي حوزې په تخنیکي مرستې سره پلی کېږي.
