د کندهار د ارغنداب ولسوالي د جوۍ لاهور لوی کانال د پاک کارۍ چارې پیل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۱:۲۹
1

 نوموړی کانال د ارغنداب رود فرعي حوزې ریاست دمسئولينو  په سر پرستي کې ، د افغاني ټولنې او بیا رغوني موسسي یا ACHRO او UNHCR نړیوال سازمان استازي، مهاجرینو ریاست محترمو استازو،د ارغنداب ولسوالي مسئولينو او قومي مشرانو له لوري د پرانیستنې پټۍ پرې کړل شوه.

 نوموړی کانال چي ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۴ متره سور لري د ۶۰۰ تنو محلي اوسیدونکو له لوري د ۴۰۰ افغانیو ورځني مزد په بدل کې پاکېږي.

په ياده پرانست غونډه کې د ارغنداب سیندیزې فرعې حوزې رياست مسئولينو  د یادې موسسې څخه مننه وکړه، چې خلګو ته یې د کار زمینه برابره کړې ، او هم يې د کرنې لپاره د کانالونو د پاکولو برخه غوره خدمت وباله، او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د دغه ډول پروژو ملاتړ ته ژمن او په هره برخه کې ورسره همکار دی.

د ارغنداب اوسیدونکو، دیني عالمانو او ولسي مشرانو د کاري زمیني برابرول یو غوره اقدام وباله.

دوی د نړیوالو موسساتو د ياد رياست او اسلامي امارت د دغه ډول اقداماتو ستاینه وکړه او غوښتنه يې وکړه ، چې د ځوانانو لپاره ورته غوره کاري زمیني برابري کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu