د کندز- بامیان سیندیزې فرعي حوزې په بامیان ولایت کې د کار په مقابل کی د خوړو پروژو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه
د کار په مقابل کی د خوړو پروژه په بامیان ولایت کې د پلي کیدو په حال کې ده. ، چې د یوې کمیټې لخوا رهبري کیږي؛ د دې کمیټې مشري د کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې څانګې په غاړه ده. اپه دې پروژه کې باید؛ د اوبو د سرچینو یو شمیر کانالونه، او چشمې ترمیم او پاکې شي چی د اوبو د سرچينو د پاليسۍ له مخې، دغه پروژې له دې رياست سره مستقيمې کاري اړيکې لري. دا پروژې د اړوندو شوراګانو په چوکاټ کې د خلکو له خوا په خپله پلې کېږي او د کمېټې غړي له یو بل سره په همغږۍ د کار او خلکو ته د موادو د وېش څارنه کوي. له همدې امله د کار د پرمختګ د څارنې لپاره د وړاندیز شوي پلان له مخې، د بامیان د کرنې ریاست او د بامیان د کلیو پراختیا ریاست د سادات دره سړک پروژې د کندز – بامیان د سیندیزې فرعي حوزې څانګې یو ګډ پلاوي، د خرابې کانال 10 کیلومتره اوږدوالی لري چې د بامیان په مرکز کې د بشري سرچینو لخوا ترسره شو.
