د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو نیولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په مشرۍ چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د سټراټيژيکو اړیکو ادارې اړوند د مطبوعاتو رئیس او د ویاند دفتر، د علومو اکاډمۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازو او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې سلاکارانو، رئيسانو او یو شمېر نورو همکارانو ګډون درلود ترسره شوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د کمال خان بند د بشپړېدو په اړه خوښي وښوده او تر څنګ یې د کمال خان بند پرانیستې مراسمو نیولو په موخه د اړونده ادارو تر منځ په همغږۍ ټينګار وکړ.
همدارنګه په دغې جلسه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رئيسانو لخوا د تر سره شویو فعالیتونو راپورونه واورول شول او تر څنګ یې د اړونده ادارو مسؤلینو په نوبت سره خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل.
په پای کې ټولو ګډونوالو په ښې همغږۍ ټينګار وکړ او د دندو په مشخص کولو او د فعالیتونو په ښه تر سره کولو یې خبرې وکړې.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
