د کجکي بند د دویم فاز د کاري پرمختګ او د چارو همغږۍ په موخه غونډه وشوه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۰:۲۰
۸۸

د کجکي بند د دویم فاز د کاري پرمختګ او د چارو همغږۍ په موخه غونډه وشوه.

د اوبو چارو تنظیم ادارې لوی رئیس انجنیر خان محمد تکل، د جمهوري ریاست د عالي مقام د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطا الله نصیب او د افغانستان برېښنا شرکت او مالیې وزارت د استازو او د کجکي برېښنا بند د دویم فاز قراردادي کمپنۍ مسوولینو سره د ذکر شوي بند د دوېم فاز کاري پرمختګ، تخنیکي او استملاک چارو په اړه غونډه وشوه.

په پېل کې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطا الله نصیب د کجکي برېښنا بند د ظرفیت لوړوالي، اقتصادي ارزښت او دغه بند ته د حکومت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې په تړاو خبرې وکړې.

د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي تکل د کجکي برېښنا بند په تخنیکي اړخونو او د اوبو د تنظیم په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د برېښنا شرکت استازي او د کجکي برېښنا بند قراردادي کمپنۍ مسوول د اوبو اوسنۍ کچې، د برېښنا د مزي لیږد او د پروژې لپاره د ځمکو استملاک په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

پایله دا شوه، چې اړونده ادارې په غونډه کې د شویو پرېکړو په پام کې نیولو سره خپل نظرونه او وړاندیزونه د پانګونې اسانتیا واحد سره شریکې کړي، څو د پروژې د قراداد ځینو موادو تعدیل د اقتصاد عالي شورا ناستې ته چمتو او وړاندې شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu