د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالي کې په رسمي توګه د عمومي او فرعي کانالونو د ثبتولو پروسه پیل شوه
د نجراب ولسوالي د ساحوي دفتر عمومي مدیریت د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې سره په همغږي په یاده ولسوالي کې د 1403 کال لپاره په رسمي توګه د عمومي او فرعي کانالونو د ثبتولو پروسه پیل کړه.
په دغه پروسې کې د کانالونو عمومي ډیټابیس د 500 مترو په اوږدو کې د هر کانال کوردیناټ او د کرنې، د اوبو جریان، د حقابې اندازه، د کرکیلې ډول، د کرنیزو ځمکو ساحه، د کانال ظرفیت، د کانال په مسیر کې د ودانیو ډول، تر پوښښ لاندې سیمه، د ګټه اخیستونکو شمیر او د ټولنو د شتون په هکله د معلوماتي فورمونو ډکول شامل دي.
