د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند ته د لاسرسي په موخه د سړک جوړولو پروژې چارې پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۳۹
1

د باغدرې برېښنا بند کیڼ لوري ته د لاسرسي په موخه د ۸ کیلومتره سړک جوړوېدو چارې د کاپیسا والي محترم قاري احسان‌الله بریال، د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم انجنیر کاوه خروش، د ام جې اې  ام شرکت د استازي محترم حکمت‌الله دانشیار او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د کاپيسا والي د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال، د باغدرې برېښنا بند جوړول د هېواد د اقتصاد لپاره د ملي پانګو څخه یوه وبلله او قراردادي شرکت ته یې ډاډ ورکړ، چې سیمه ایزه اداره په دې برخه کې همکاري ته چمتو ده.

دغه سړک د باغدرې برېښنا بند ته د سروې تجهیزاتو د لېږد په موخه جوړیږي، چې چارې به یې د ۴۵ ورځو په موده کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د باغدرې برېښنا بند د جوړېدو په موخه څېړنیزې چارې د اړوندو مسؤلینو له لوري په چټکۍ سره روانې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu