د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۷:۴
1

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو محترم وزارت، د دعوت او ارشاد د چارو د انسجام عمومي ریاست او د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د هدایت په اساس د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئیس انجینر کاوه خروش په شتون کې د دغه ریاست ټولو کارمندانو ته د تعلیمي نصاب د تدریس پرځای د النساء سورت، النور سورت، الاحزاب سورت د ترجمې او تفسیر د دورې تدریس او روژې میاشتې مسایل او فضایل د 1403 کال د دلوې میاشتې 24 نېټې د چهارشنبې له ورځې پیل او هره ورځ به دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu