د کار موندنې خبرتیا!

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۶:۱۴
1

Publish Date

Closing Date

د اوبو او انرژي وزارت یو تن ژباړن ته د لاندنې ځانګړتیاو درلودلو ته اړتیا اړتیا لري:

لېواله کسان دې خپل غوښتنلیکونه او اسناد د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۱۵ ورځو پورې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي ریاست ته وسپاري.

دنده: د اسنادو ژباړه له انګلیسي څخه د هېواد ملي ژبو ته او د هغې برعکس.

د دندې واکونه او مسؤلیتونه:

تخصصي دندې:

•           د ملي او نړیوالو بنسټونو سره د کاري راکړې ورکړې د آسانتیا لپاره د وزارت اړوند د ټولو اسنادو، قراردادونو، مکتوبونو، پروپوزلونو، مینوټونو او مطبوعاتي اعلامیو ژباړه .

•           د اړونده بنسټونو سره د موضوع د لا روښانتیا لپاره د متنونو، خبرو، بیانیو او مخامخ مرکو ژباړه له دري څخه پښتو او انګلیسي ته او دهغې بر عکس.

•           د ژباړې پر مهال د کاري ستونزو د هوارولو لپاره د اصطلاحاتو قاموس پراختیا او بډایه کول.

•           د ورځني خبرونو او راپورنو ژباړه له دري څخه پښتو او انګلیسي ته.

•           د اطلاعاتو او نشراتو ریاست په ملي او انګلیسي ژبو باندې د اړتیا په صورت کې  د اطلاعاتو او نشراتو د مکتوبونو لیکل د ملي او نړیوالو بنسټونو خبرولو لپاره د اړوند موضوعاتو په موخه.

مدیریتي دندې:

•           د ادارې موخو ته د رسېدو لپاره د عمومي پلان سره سم د میاشتنې، درې میاشتنې او کلني کاري پلان ترتیبول.

•           په اړونده فایلونو کې د ژباړل شوي اسنادو تنظیمول ، اړونده شعبو ته د پر وخت وړاندې کولو لپاره.

•           د دفتر د اسرارو د ساتنې څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره په اړونده فایلونو کې د ژباړل شوي اسنادو محرمیت ساتنه

•           د اړونده کړنو او لاسته راوړنو د انعکاس لپاره د اونۍ، میاشتنۍ، درې میاشتنۍ او کلني راپور وړاندې کول.

•           د اجراآتو د چټکتیا لپاره د نورو اړونده دندو ترسره کول چې د مقاماتو له لورې د ادارې قوانیونو او موخو سره سم سپارل کېږي.

د همغږي دندې:

•           د اطلاعاتو او نشراتو له ریاست او نورو کاري څانګو سره په همغږي د قرادادونو د پایلو او د وزارت د مطبوعاتي اعلامیو په انګلیسي ژبه د نړیوالو بنسټونو د خبرتیا په موخه.

ـ-------------------------------------------------------------

د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

دا د دندې لایحه د ملکي کارکوونکو د قانون د ۷، ۸ او ۳۴ مادو په پام کې نیولو سره د لاندني حد اقلو شرایطو او معیارونو سره ترتیب شوی دی:

تحصیلي رشته: لږترلږه د انګلیسي ژبې ادبیاتو کې د لیسانس زده کړې سند ، د BEL سند د ملي او نړیوالو کورنیو او بهرنیو موسساتو څخه او تر دې پورته تحصیلي درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:  په کور دننه او بهر له ملي او نړیوالو موسساتو څخه لږترلږه دندې پورې اړوند درې کلنه کاري تجربه .

لازم مهارتونه:

•           د هېواد رسمي ژبو( دري او پښتو) او انګلیسي ژبې  باندې تسلط.

•           دندې پورې اړوند کمپیوتري مهارتونه.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

User account menu