د کابل ښار په ۱۹ ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل شوې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۷
۱

د برېښنا انرژي د مارکیټ حقوقي رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي او ورسره مل ټیم د کابل ښار د ۱۹ ناحیې له رئيس محترم مولوي عبدالغفور فاتح سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د برېښنا مارکیټ د لا ښه تنظیم، د معیاري کودونو او سټندردونو د رعایتولو، د معیاري تعرفې د پلي کولو، د بې خطره تخنیک د رعایتولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، د برېښنا انرژي عمومي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په ۱۹ ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu