د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پیژندلو او ارزولو چارې پای ته ورسیدلې

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۶

د کابل ښار اړوند شپاړسمه ناحیه کې د برېښنا انرژي مارکیټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د پام کې نیولو په موخه د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پيژندلو په برخه کې د هغو شرکتونو چې د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نه لري، د برښنا انرژي خدمتونو د تنظیم لوی ریاست د مؤظف ټيم د برېښنا انرژي خدمتونو د معلوماتو وړاندې کولو مرکز ریاست د رئیس شیرمحمد همت په مشري او د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې همکارانو د ګډې همکارۍ په پایله کې چې څه موده وړاندې پیل شوې وه د یادې ناحیې د ټولو سیمو څخه د لیدنې وروسته پای ته ورسیده، البته تر نن نیټې د شپاړسمې ناحیې اړوند سیمو کې هیڅ داسې شرکت شتون نه درلود چې د سوداګري په منظور برېښنا تولید او بیا یې په پیرودونکو وپیري خو بیا هم د یادې ناحیې مسئولینو ډاډ ورکړ چې که په راتلونکي کې داسې شرکت رامنځته کیده نو د اوبو او انرژي وزارت مسئولین به په جریان کې اچوي. تر څو شرکت په قانوني توګه جواز ترلاسه او پخپل فعالیت کې بې خطره تخنیک ته پوره پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu