د کابل پولي تخنيک پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو د خپلې عملي دورې څېړنو پایلې د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو له ریاست سره شریکي کړې
د کابل پولي تخنیک پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو چې د خپلې عملي دورې څېړنو د سرته رسولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو ریاست ته معرفي شوي وو، نن یې دخپلو څېړنو پایلې د پروژو د ارقامو د ټولولو، د باران اوبو د جمع کولو ، د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو څرنګوالي، د ځمکې لاندې اوبو د ښکته تللو له کبله د کابل ښار ښکته تلل او په هرات ښار کې د اوبو د سطحي ښکته تللو پرزنټېشن د ځمکې لاندې اوبو رئیس ښاغلي انجنیر عزیزالرحمن عزیز ، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس ښاغلي حاجي غلام جیلانې حق پرست د سطحي اوبو رئیس ښاغلي فضل الله دورانی او د هغه ریاست د یو شمېر آمرینو په شتون کې وړاندې کړل.
په دې څېړنو کې وښودل شوه، چې د کابل ښار په ځینو ناحیو کې د ځمکې لاندې اوبه د معیاري ستندردونو څخه ښکته دي، خو د کابل ښار کښته تلل هغه ډول چې انګېرل کېده چې د ځمکې لاندې اوبو دښکته تللو له کبله ښکته ځي، د انديښنې وړ ندي او د هرات ښار په ځینو ناحیو کې د تېرو څو کلونو په پرتله اوبه دوه متره ښکته تللي دي.
د ځمکې لاندې اوبو رئیس ښاغلي انجنیر عزیزالرحمن عزیز ، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس ښاغلي حاجي غلام جیلاني حق پرست او د سطحي ځمکو اوبو رئیس ښاغلي فضل الله دورانی د یادو موضوعاتو په برخه کې د څېړنو د اهميت په هکله خبرې وکړي.
یادو محصلینو د خپلو څېړنو پایلې په لیکنې بڼه د ځمکې لاندې اوبو ریاست ته وسپارلې.
