د کابل ولایت کې د ۱۳ چکډم پروژو قرارداددونه لاسلیک شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د یوې رسمي برنامې په ترڅ کې د کابل ولایت د ۱۳ چکډم پروژو قرارداد د کابل ولایت والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري په شتون کې لاسلیک کړل.
دغه پروژې د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو پياوړتیا او د سیلابونو مهارولو په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د کابل ولایت په شکردرې، پغمان او استالف ولسوالیو کې پلي کیږي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال د قرارداد امضا کولو پر مهال د اوبو مدیریت له اهمیت څخه یادونه وکړه او د اقلیم بدلون ته په کتو یې د هېواد د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو پياوړتیا او د سیلابونو کنټرول په برخه کې یې د دغه پروژو پلي کول اړین یاد کړل.
ښاغلي بصیري زیاته کړه: د ابریزو مدیریت، د سیلابونو کنټرول، څارویو او چاپېریال ساتنې ته د اوبو برابرولو په برخه کې د چکډم ساختمانونو جوړول له یو ځانګړپ ارزښت څخه برخمن دي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په پام کې لري چې د ټول هېواد پر کچه د چکډم پروژې تطبیق کړي.
همدارنګه ښاغلي بصیري په خپلو خبرو کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د کابل ښار د څکلو اوبو لپاره د یوې جامع طرحې خبر ورکړ.
په عین حال کې د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له رهبرۍ په ځانګړي ډول د ښاغلي انجنیر خان محمد تکل له پياوړی هوډ او مدیریت چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې د اوبو مدیریت په برخه کې مختلفې لوې، متوسطې او کوچنۍ پروژې تر لاسه لاندې نیولي قدرداني وکړه؛ ښاغلي یعقوبي د ولایتي موازنې په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره بې سارې یاده کړه او د دغې ادارې له کړنو او فعالیتونو یې مننه وکړه او د اوبو مدیریت او سیلابونو کنټرول په برخه کې یې د دغه ډول پروژو پلي کول اړین یاد کړل.
