د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس د چهار آسیاب ولسوالي د خینکوت او بهسودو کانالونو د حقابه لرونکو، اوبو میرانو او ځایې شوراګانو له غړو سره وکتل
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د چهار آسیاب ولسوالي د خینکوت او بهسودو کانالونو له حقابه لرونکو، اوبو میرانو او ځایې شوراګانو له غړو سره وکتل او د یادو کانالونو د شته ستونزو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې د کابل سیندیزې عمومي حوزې له لوري دوو تخنیکي ټیمونو ته دنده وسپارل شوه چې د یادو کانالونو د حقابو په هکله هر اړخیز راپور جوړ او د یادو کانالونو شته ستونزې وڅیړې ترڅو د حل په موخه یې اړین اقدامات ترسره شې.
