د ډاکار موسسې مسؤلین په افغانستان کې د څښاک اوبو د چمتو کولو په برخه کې همکاري ته لېواله دي

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د DACAAR موسسې له رئيس ښاغلي John paul Morse او مل پلاوي سره وکتل او په افغانستان کې د څښاک اوبو د چمتوکولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیي په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړې موسسې مسؤلینو په افغانستان کې د څښاک اوبو د چمتوکولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیي په برخه کې همکاري ته لېوالتیا څرګنده کړه.
په ورته مهال، د اوبو محترم معین د هغوی د لېوالیتا د هر کلي ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو د تغذيي په هکله د دغه وزارت برنامو ته په اشارې، له هغوی سره په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
د دغې ناستې په پای کې د واړو لورو د عملي چارو د پیل په موخه د هوکړه لیک پر لاسلیک کېدو باندې ټینګار وکړ.