د چینایي شرکتونو یوې ډلې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا تولید او د برېښنا تولید بندونو د جوړولو  په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرکنده کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۵۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جلب او جذب رئيس محترم مولوي رحمت‌ولي رحماني د دغه ریاست د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د چینایي شرکتونو له یوې ډلې سره وکتل او په افغانستان کې  د برېښنا انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د چینایي شرکتونو یوې ډلې په افغانستان کې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا تولید او د برېښنا تولید بندونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې په موخه لېوالتیا څرګنده او په دې هکله د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د پانګونې د جلب او جذب رئيس په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د برېښنا انرژي تولید په پروژو کې د چینایي شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هر کلی وکړ او زیاته یې کړه، چې اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او مونږ په دې برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د همکاري ډاډ ورکوو. ښاغلي رحماني په دغه لیدنه کې د پانګونې په برخه کې د عملي ګامونو په اخیستلو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې هکله به له نوموړو شرکتونو سره د پانګونې په موخه د بنسټیزو پروژو لست شریک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu