د چینایي شرکتونو له یوې ډلې سره د انرژي په پروژو کې د پانګه اچونې په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۸
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په یوه ناسته کې د چینایي شرکتونو (HTC) د یوې ډلې له مسؤلینو سره د ډبرو سکرو له سرچینو او لمریزې برېښنا په پروژو کې د انرژي د تولید په موخه د پانګه اچونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې، د نوموړو شرکتونو د ګروپ مسؤلینو د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هغوی د لېوالتیا ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه کاري فرصتونه چمتو شوي او د پانګونې لپاره هم زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ چې د پانګونې د چارو د چټکتیا په موخه دې ډېر ژر څو اړخیز هوکړه لیک د دې وزارت، د یادو شرکتونو د ډلې او نورو اړوندو ادارو ترمنځ لاسلیک شي ترڅو د هغه سره سم، په عملي توګه ګډې همکارۍ پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت له معین سره وکتل

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

بیرته تګ

User account menu