د پکتیکا ولایت د پلتوني بند د جوړونې چارې پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۴:۴۰
1

د پکتیکا ولایت د پلتوني بند د پروژې چارې د 851 میلیون افغانیو په ارزښت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د پکتیکا مرستیال والي محترم الحاج مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د پکتیکا ولایت د ګڼ شمېر اوسیدونکو په شتون کې پرانیستل شوې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر پروژو ته په لنډه توګه اشاره وکړه او د هغوی د حیاتي ارزښت د یادونې ترڅنګ یې ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پلتوني بند ارزښت ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې دغه پروژه د موسمي سیلابونو د کنټرول، د اوبو سرچینو د مدیریت او پياوړتیا، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید په موخه پلي کېږي.

همدغه راز، د ملي پراختیا شرکت رئيس محترم عبدالرحمن عطاش ژمنه وکړه، چې نوموړې پروژه به په ښه کیفیت او ټاکلي وخت سره پلي کړي.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم دغه پروژه د اوبو د مدیریت په برخه کې ارزښتناکه او د پکتیکا ولایت د خلکو لپاره حیاتي و بلله.

د یادونې وړ ده، چې د پلتوني بند د 41.2 متره په لوړوالي د 25 میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو او په ساعت کې د 935 کیلو واټ برېښنا د تولید وړتیا لري او همدارنګه دغه بند 2500 هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

بیرته تګ

User account menu