د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خاتم الانبیا دارالایتام نوې ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۶:۳۷
1

د دغه ودانۍ ګټې ته د سپارلو غونډه د حج او اوقاف وزارت معین محترم شیخ عزیز الرحمن منصور، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري عبدالعزیز عزیز د سرې میاشتې د ځوانانو د رضا کارانو د رئيس محترم مولوي عارف الله منصور، علماوو، د ترکیې هېواد د اډیف خیریه بنسټ د مسؤلینو، ځايي مسؤلینو او د پکتیا ولایت د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې په نوموړي دارالایتام کې ترسره شوه.

په ورته مهال، شیخ عزیز الرحمن منصور په دغه مراسمو کې اسلامي نظام یې یو الهي نعمت وباله او ټينګار یې وکړ، هر قدم چې د یتیمانو د مرستې او همکاري لپاره واخیستل شي د اسلام په سپیڅلي دین کې ځانګړی ځای لري.

همدغه راز، مولوي عارف الله منصور د نوموړي ودانۍ په غونډه کې یتیمانو ته د غوره ښوونې د زمینې په برابرولو کې د هغې ارزښت ته اشاره وکړه او د اډیف خیريه موسسې او د ترکيي د نورو سوداګرو څخه چې د نوموړې ودانۍ د جوړولو د پروژې په تمویل کې مرسته کړې، ستاینه وکړه. هغه همدارنګه د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور پیغام د هغوی په استازیتوب د اډیف خیرېه بنسټ د مسؤلینو او نورو ګډونوالو په شتون کې ولوست.

د دغې غونډې په دوام کې د اسلامي امارت او د ترکیې هېواد د اډیف خیريه موسسې یو شمېر مسؤلینو خبرې وکړې او د هغو یتیمیانو د ښوونې په برخه کې چې پلرونو یې خپل خواږه ځانونه د خدای د کلمې د لوړولو او د هېواد د آزادي لپاره قرباني کړې، د دغه دارالایتام د ارزښت په هکله یادونه وکړه.

باید یادونه وشي، چې ددغه ودانۍ د بنسټ ډبره یو کال وړاندې د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور له لوري اېښودل شوې وه.

 په ورته مهال، د نوې ودانۍ ګټې ته د سپارلو په غونډه کې د نوموړي دارالایتام لپاره د یو باب طعام خونې د بنسټ ډبره هم کښېښودل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د خاتم الانبیا دار الایتام  د لومړي ځل لپاره په ۱۴۴۱ ه ق کال کې  د محترم ملا عبداللطیف منصور له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې تاسیس شوه، چې اوسمهال نږدې ۲۰۰ کسان هلته د دیني او عصري علومو په زدکړو بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu