د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پرانیستل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۰:۵۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د ترکیې هېواد د اډیف خیریه موسسې مسؤلینو د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پرانیستې او د بنسټ لومړنۍ ډبره  یې کښېښوده.

ښاغلي منصور د دغې ودانۍ د جوړېدو موخه د هغو یتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره د مناسب ځای  رامنځته کول وبلل چې پلرونو یې د اعلای کلمةالله او د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې خپل ځانونه قرباني کړې، وبلل.

په ورته مهال، د ترکیې هېواد د اډیف موسسې مسؤلینو چې د دغې ودانۍ په جوړېدو کې یې مالي همکاري کړې ده، د جهاد ارزښتونو ته نغوته(اشاره) وکړه او یادونه یې وکړه چې له یتیمانو سره مرسته د شهیدانو او مجاهدینو سرښندونو ته د درناوي نښه ده.

په ورته مهال، د خاتم الانبیأﷺ دارالایتام یو شمېر زده کوونکو د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په هکله خوښۍ څرګنده کړه او له ښاغلي وزیر صاحب او نورو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه دارالایتام په 1441 ه ق کال کې د محترم ملا عبداللطیف منصور له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې تاسیس شوی او اوسمهال هلته ۱۲۰ تنه د دیني او عصري علومو د زده کړو په تر لاسه کولو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu