د پکتيا ولايت په روحاني بابا ولسوالي کې د یوه کوچني بند چارې پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۳
1

۱۴۴۷/۱۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۲۸ هـ ش

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست له لوري د دغه ولايت په روحاني بابا ولسوالي کې د شاهي کوټ سورکي کوچني بند پروژې ودانيزې چارې د ۴ ميليونه، ۲۴ زره او پنځه سوه نهه دېرش افغانيو په ارزښت سره پيل شوې.

د يادې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د پکتيا ولايت قدرمن مرستيال والي الحاج مولوي محمد انور دين پرور، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس ملا محمد اسماعيل آخندزاده، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست سلاکار انجنير فضل الرحيم رحيمي، د روحاني بابا ولسوال مولوي نور الله انس، سيمه‌ييزو مسؤلينو، علماوو، قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د مراسمو پر مهال مرستيال والي ښاغلي دين پرور د سيمې اوسېدونکو ته د يادې پروژې د پيلېدو مبارکي وويله او د خلکو اړتياوو ته په وخت رسېدنه يې د دولت مسؤليت ياد کړ. هغه ډاډ ورکړ، چې اسلامي نظام د خلکو د ساتنې او خدمت مسؤليت لري او مسؤلين خپلو دندو ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې له خپل نظام سره د تېر په څېر همکاريو ته دوام ورکړي.

ياده پروژه د سيلابونو د کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتيا او د کرنيزو ځمکو خړوبونې په موخه پلي کېږي.

ياد کوچنی بند ۵۸ متره اوږدوالی او ۶.۵ متره لوړوالی لري، شاوخوا ۷۰۰۰ متر مکعب اوبه زېرمه کوي او شاوخوا ۷۷ هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

په نوموړې پروژه کې د سيمې لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې لګښت يې د اوبو او انرژي وزارت له پراختيايي بودجې څخه ورکول کېږي او چارې يې د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu