د پکتيا سينديزې فرعي حوزې  او د کورني پلټنې رياستونو مسؤلینو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۰:۴
1

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح او د یاد رياست اړونده څانګو مسؤلینو د کورني پلټنې رياست څخه راغلي پلټونکي پلاوي سره د ١٤٠٠ لمریز کال د پلټنې ترسره کولو په اړه د همغږي ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې د راغلي پلاوي په استازیتوب مولوي عيد محمد جامي خبرې وکړې او یې ویل "د يوې سالمې او روڼې ادارې درلودلو لپاره باید ترسره شوېو کړنو پلټنه  او ارزونه ترسره شي، ترڅو د کړنو مثبت او منفي اړخ وڅېړل شي".

 د پکتیا سينديزې فرعي حوزې رئیس د پلټنې رياست راغلي پلاوي ته په دې برخه کې د هر راز همکاري او همغږي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم فاریاب ولایت کې سروي ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي د خواجه  سبزپوش او دولت‌ آباد ولسوالیو د چیچکتو، پته‌ بابا، شوردریا، قوزي بای‌ قلعه او خشت‌ پل استېشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

غزنې ولایت کې د زنخان بند د کنټرولي دروازو ترمیم بشپړ شو.

 د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم د زنخان ولسوالي اړوند د زنخان بند کنټرولي دروازې په اساسی توګه ترمیم کړې، چې له امله به یې د سیلابونو مخنیوي او د بند ساتنه وشي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۹
Background image

هرات ولایت کې د آسیادیو تحکیماتی پروژې څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چترلاندې د اوبو څارنې او ارزونې تخنیکې ټیم  د هرات ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند ګلران ولسوالي کې د آسیادیو تحکیماتي  پروژې څخه څارنه او. . .

بیرته تګ

User account menu